Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ١٧ کسان نيول شوي

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې پوليسو د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې ١٧ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

د ياد مرکز له مطبوعاتي دفتره  نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د مسکراتو او نشه يي توکو د ٢٠ قضيو په تړاو نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې د يادو قضيو له ډلې يې ١٠ پوليس د هرويينو د قاچاق په شپږو قضيو کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې يادو کسانو هيرويين په خپلو ګېډو کې ځاى پر ځاى کړي وو او هوډ يې درلود چې له کابل نه يې نوي ډيلې ته ولېږدوي.

سرچينې وويل چې یاد کسان د پوليسو له لوري په کابل، کندوز، ننګرهار، پروان، هلمند، سمنګان، نيمروز او هرات ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي چې د عدلي او قضايي تعقيب په موخه ياد مرکز ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له نيول شوو کسانو د زيات شمېر بېلابېلو نشه يي توکو تر څنګ دوه ميله وسلې، ٢٥ مبايلونه او ٤ بېلابېل موټر هم نيول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د روان کال د چنګاښ مياشتې په ترڅ کې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د تړاو له مخې د ٣٧ شکمنو ٣٥ قضيې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د نشه يي او مسکراتو عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.