غزني ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): په غزني کې د طالبانو د يوه نومول شوي ولسوال په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په ګيلان ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د هغه په خبره، په دې عملياتو کې د دې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال صفت الله او د کوېټې شورا يو بل مهم غړى وژل شوي دي.
دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل پژواک ته وويل، نن سهار طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په ګوډلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
د ده په وينا، د طالبانو دغه بريد د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شوى چې په ترڅ کې يې د طالبانو د مهم قوماندان ملا رحمت الله په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته د قره باغ د خالو سيمې اوسېدونکي محمد اسحاق پژواک ته وويل، نن سهار د دوى په سيمه کې د يوه کور ترڅنګ د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP