Language

لوړ پوړی دولتي پلاوی د بلخ د والي او مومند ترمنځ د لانجې پر څېړنه بوخت دی

مزارشريف (پژواک، ۲۵ زمری ۹۶): کابل څخه يو لوړپوړی دولتي پلاوى د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند او د بلخ والي عطامحمد نور ترمنځ د لانجې څېړلو په موخه له تېرې ورځې په مزارشريف ښار کې دی.

د بلخ د والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد د زمري په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پلاوي کې د لويې څارنوالۍ، کورنيو چارو وزارت، ملي امنيت رياست، سيمه ييزو ارګانونو او له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې چارواکي شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پلاوی تېره ورځ مازديګر مزارشريف ښار ته د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند د پېښې څېړلو په تړاو راغلی دی.

فرهاد وويل چې له کابله راغلي پلاوي نن سهار د بلخ له والي عطامحمد نور سره وکتل خو نوموړي د دواړو خواو ترمنځ د شوو خبرو په تړاو جزٍئيات شريک نه کړل.

د والي وياند وويل چې له کابله راغلي پلاوي د پېښې د څېړلو لپاره د ځای لپاره د بلخ ولايت امنیه قومانداني انتخاب کړې چې له همدې ځایه به پرې تحقيق کوي.

نوموړي زياته کړه چې پلاوی به د پېښې د څېړلو په موخه له ولايتي شورا، امنیتي ارګانونو او د محمد اصف مومند له کورنۍ سره جلا جلا کتنې وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم پژواک ته وويل چې له کابله راغلي پلاوي سره يې د محمد اصف مومند د پېښې په تړاو کتلي دي.

نوموړي د کتنې د جزئياتو په تړاو ډېر معلومات شريک نه کړل خو پر دې يې ټينګار کاوه چې پېښه بايد د قانون په رڼا کې وڅېړل شي.

د وکيل محمد اصف مومند ورور مصطفی مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه ورسره له کابله راغلي پلاوي نه دي کتلي.

خو نوموړي زياته کړه چې بېګا شپه په ملي امنيت رياست کې یې له ورور سره لنډه کتنه شوې ده.

هغه د اصف مومند روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله او له مرکزي حکومت څخه يې د عدالت غوښتنه وکړه.

د اصف مومند ورور مصطفی مومند پژواک  ته وويل چې بېګا ورته د بلخ ملي امنيت رياست له خوا د ۲۰ دقيقو لپاره له اصف مومند سره د کتو اجازه ورکړل شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.