Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): په خوست ښار کې په يوه موټر کې د مقناطيسي ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن مازيګر په ۵:۴۵ بجو د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې په يوه سراچه کې موټر شوې ده.

ده زياته کړه، د چاودنې په پايله کې په موټر کې ناست يو کس لومړی ټپي شوی و او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل، په ياده چاودنه کې يو کس وژل شوی او دوه لارويان ژوبل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، دغه په نښه شوي کس په خوست ښار کې د خوراکي توکو پلورنځی درلود، په دولت او يا بله کومه اداره کې يې رسمي دنده نه درلودله.

له تېرې ورځې راهيسې په خوست ښار کې دا دويمه بمي چاودنه ده چې د مقناطيسي ماين په وسيله کېږي.

د تېرې ورځې چاودنه هم په يوه ملکي سراچه موټر کې شوې وه، چې په پايله کې يې د موسی خېلو ولسوالۍ د مرغې ښوونځي مدير سخت ټپي شوی دی.

تر اوسه د دواړو بمي چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.