ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ کې امنيتي سرتيرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترينکوټ کې امنيتي سرتيرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Aug 2017 - 11:43
ترينکوټ کې امنيتي سرتيرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Aug 2017 - 11:43

ترينکوټ(پژواک،٢٨زمرى٩٦): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړه لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي د زمري ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ په خانقاه سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٥ طالبان وژل شوي او لس طالبان او پنځه امنيتي سرتيري ټپيان دي.

ده وويل چې کومې پوستې سقوط نه دى کړى او طالبانو بريدونه هم په شا تمبول شوي دي.

خو بل لورته بيا د اروزګان د عامې روغتيا رييس امين الله توخي پژواک ته وويل چې له ياد شوي بريد څخه تيره شپه ولايتي روغتون ١٨ ټپي سرتيري ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې يو پوليس په روغتون کې ساه ورکړې خو نور يې تر جدي درملنې لاندې دي.

ده وويل چې په يادو ټپيانو کې پنځه يې د ملي اردو سرتيري او پاتې نور يې پوليس دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اروزګان د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې يو شمير يې له وسله وسله والو طالبانو سره دي او ځينو سيمو کې پرله پسې جګړې روانې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.