غزني ښار(پژواک،٢٨زمرى٩٦): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.
د غزني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار د زمري ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ په رباط سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې درې پوليس او څلور طالبان وژل شوي او څلور پوليس او شپږ طالبان ټپيان شوي دي.
دغه راز د رباط سيمې اوسيدونکي محمد اسلم پژواک ته وويل چې طالبانو د دې سيمې يوه پوسته نيولې ده.
هغه وايي چې په جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شميرې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP