کابل(پژواک، ۲۸ زمری ۹٦): نن د زمري ٢٨مه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ٩٨ کليزه ده، پژواک خبري اژانس د دغې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هيوادولو ته وايي.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بيرته ترلاسه کړه.
پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.
د يادونې وړ ده چې سږ کال د دې ورځې د نمانځې لپاره د کابل په ګډون په ځينو نورو ولايتونو کې هم چمتوالى نيول شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP