Language

د بلخ چارواکي: چمتال ولسوالۍ له مخالفينو پاکه شوه

مزارشريف (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): امنيتي او دولتي چارواکي وايي، د بلخ چمتال ولسوالۍ يې له وسله والو مخالفينو پاکه کړه.

په دې ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې د بلخ د والي او د شاهين قول اردو د قومندان په ګډون د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان و، چې نن پای ته ورسېدل.

د شاهين قول اردو قومندان امان الله مبين د عملياتو په ځای کې رسنيو ته وويل، په يادو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۸ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

هغه همداراز د ۶ امنيتي سرتېرو د وژل کېدو پخلی هم وکړ.

نوموړي زياته کړه، دمګړۍ چمتال په ټوله معنا له وسلوالو مخالفينو پاکه شوه.

د بلخ والي عطامحمد نور چې په يادو عملياتو کې يې برخه لرله، وويل چې دغه ولسوالۍ د ځينو سيمه ييزو پوليسو د قومندانانو د بې غورۍ له امله له امنيتي ګواښ سره مخامخ شوې وه.

نوموړي د سيمه ييزو پوليسو ځينې قومندانان په ګوندي تعصب باندې تورن کړل او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې د جګړې نه کولو پر وړاندې پړه وګڼل.

خو هغه د کوم ګوند نوم وانخيست.

نور ټينګار وکړ چې اوسمزهال چمتال ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو څخه پاکه شوه.

نوموړي زياته کړه، تصميم ونيول شو چې د يادې ولسوالۍ د ساتنې لپاره به يو نظامي بېس او څو امنيتي پوستې جوړې کړای شي.

په عملياتو کې ځينو نيول شويو کسانو رسنيو سره خبرې وکړې، چې ځينو يې ځانونه شپانه وښودل او ويې ويل، چې له رمې سره يې نيولي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.