Language

د جمعيت له ګونده د عطامحمد نور  د ايستلو غوښتنه وشوه

اسعداباد، مزارشريف (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): د کونړ د ولايتي شورا يوه غړي له جمعيت اسلامي وغوښتل چې عطامحمد نور له ګونده لرې کړي او له بلې خوا په مزار شريف کې څو تنو مېرمنو د بلخ والي له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې په بې عدالتيو تورن کړ.

د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند تېره اوونۍ د مزارشريف هوايي ډګر کې ونيول شو،   له خوشې کېدو وروسته يې ادعا وکړه چې د بلخ والي عطامحمد نور شخصي ملېشو نيولی و او د والي کور ته له وړلو وروسته يې والي او د هغه زامنو وربړاوه.

د کونړ د ولايتي شورا منشي ملک شېرزمين، نن په خبري ناسته کې وويل: "جمعيت اسلامي د افغانستان په سپېڅلي جهاد کې پوره ونډه اخيستې ده او دوى دې هغه کسان چې وحشيانه عملونه ترسره کوي او خلک داړي له خپلو ليکو وباسي."

نوموړي د جمعيت اسلامي د ګوند له مشرتابه وغوښتل چې د بلخ والي او د دې ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور دې له ګوند څخه لرې کړي.

هغه دغه راز له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله څخه غوښتنه وکړه چې د اصف مومند د ځورولو پېښه وڅېړي او هر څوک چې ملامته ثابت شو، د قانون منګولو ته دې وسپاري او محاکمه دې شي.

دى وايي: "موږ د کړنو ولايتي شورا د مزار د خلکو په استازي اصف مومند د بلخ د والي عطامحمد نور له لوري دغه وحشيانه عمل او داړل سخت غندو او د عاملينو د محاکمې غوښتونکي يې يو."

د ده په وينا، که مرکزي اداره يې غږ وانه وري، مدني حرکتونه به پيل کړي.

د کونړ د ولايتي شورا منشي د نړیوالې محکمې او د بشر حقونو څخه وغوښتل چې دوی دې د مزار د پېښې په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي.

له بلې خوا، يو شمېر مېرمنې چې په مزارشريف ښار کې د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند کور کې راغونډې شوې وې، د بلخ والي عطامحمد نور يې له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې په بې عدالتيو تورن کړ.

خو د بلخ د والي وياند د دغو ښځو راټولېدل توطيه وګڼله.

د دغو مېرمنو شمېر تر پنځلسو پورې رسېده، چې شنې چادري يې پر تن وې، له رسنيو سره په خبرو کې يې مزارشريف ناامنه ښار وګاڼه.

يوه مېرمن چې چادرې يې پر تن وه او خپل نوم يې ونه ښود، له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دوی د عدالت غوښتنې لپاره راټولې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.