Language

د غزني والي په دغه ولایت کې د نا امنۍ پر ډېرېدو اندېښنه وښوده

غزني ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت اته ولسوالۍ د نا امنۍ له جدي ګواښ سره مخ دي خو زياتوي چې د امنيت د ټينګښت طرحه يې حکومتي چارواکو ته وړاندې کړې ده.

دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د زمري په ٣٠مه په دغه ولایت کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې او يو شمېر ولسوالۍ د نا امنۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د متين د معلوماتو له مخې، په دې ولسواليو کې واغظ، اندړ، ګیرو، قره باغ، ګیلان، زنخان، خوږیاڼي او ده یک شاملې دي.

نوموړي د کومې سيمې نوم ياد نه کړ خو ويې ويل چې د غزني په ځينو برخو کې امنيتي سرتېري ٢٤ ساعته په جګړه بوخت دي.

د هغه په وينا، وسله وال طالبانو اوس هڅه کوي چې خلک د دولت په مقابل کې راپورته کړي او هم سمتي او مذهبي نفاق ته لمن وهي.

والي وايي: ((اوس بدبختانه چې يو شمېر خلکو هم له طالبانو سره مرسته هم پيل کړې ده.))

هغه څرګنده کړه چې طالبان پر جوماتونو، ښارونو او ښوونځيو بريدونه کوي او عام خلک وژني، نو خلک بايد پوه شي او مرسته ورسره ونه کړي.

خو متين وايي چې له دې ټولو ګواښونو سره يې د مبارزې لپاره طرحه جوړه کړې او حکومتي چارواکيو ته يې سپارلې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.