Language

مزارشريف (پژواک،۳۰زمری۹۶): د بلخ د چمتال اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې له شويو عملياتو خوښ دي؛ خو د عملياتو په اوږدو کې د سيمه ييزو پوليسو او نورو غير رسمي وسله والو له چلند څخه سر ټکوي.

دوی وايي، چې ځورول شوي او د کورونو د تلاشۍ پر مهال يې  وسايل هم وړل شوي دي.

خو د بلخ دولتي مسوولين وايي چې داسې کومه پېښه نه ده شوې، که شوې وي نو د پوځي قوانينو له مخې به سزا ورکړل شي.

د بلخ چمتال ولسوالۍ، چې تېره اوونۍ يې د ځينو کليو امنيتي پوستې د سيمه ييزو پوليسو له خوا وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوې، له امنيتي ګواښ سره مخ شوه.

له همدې امله د بلخ د والي عطامحمد نور په مشرۍ په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او د سيمه ييزو پوليسو له خوا د پرېښودل شويو امنيتي پوستو د بېرته نيولو په موخه ګډ چاڼيز عمليات پيل شول، چې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدل.

په دغو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو تر څنګ د ولايتي شورا او ملي شورا  غړو او سيمه ييزو قوماندانانو پورې اړوند پاڅون کوونکو هم برخه لرله.

د بلخ والي عطامحمد نور تېره ورځ د علمياتو له پای ته رسېدو سره سم رسنيو ته وويل، چې د چمتال ولسوالۍ ځينې سيمې د سيمه ييزو پوليسو د بې غورۍ او د ځينو د ګوندي تعصب له امله وسله والو مخالفينو ته پرېښودل شوې وې.

نوموړي د کوم ځانګړي ګوند نوم وانخيست خو ويې ويل: ((زيات فشار د دې لامل شو، چې د ځينو محلي قوماندانانو روحيه کمزورې شي؛ نو په دې وروستيو کې وسله وال مخالفين وتوانېدل، چې ډېر کلي ونيسي؛ خو تر څنګ يې ځينې پټ لاسونه هم وو، چې د محلي پوليسو ځينې قوماندانان د ګوندي تعصب له امله او يا هم د خپلو ګوندونو د مخينې په نظر کې نيولو سره يې نور قوماندانان له جګړې لاس په سر کړي وو.))

د هغه په وينا، که چېرې يې عمليات پيل کړي نه وای، نو ممکن چمتال ولسوالۍ سقوط کړی وای.

نور په روانو عملياتو کې  د شپږو پوليسو د وژل کېدو د پخلي تر څنګ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په روانو عملياتو کې ۴۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبلې اوښتې او چمتال ولسوالۍ په بشپړه توګه پاکه شوې ده.

هغه په تر سره شويو عملياتو کې د افغان ځواکونو تر څنګ د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو ګډون ګټور  وباله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.