ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې درې افغان پولیس افسران نا درکه شوي

په امریکا کې درې افغان پولیس افسران نا درکه شوي

author avatar
22 Aug 2017 - 17:41
په امریکا کې درې افغان پولیس افسران نا درکه شوي
author avatar
22 Aug 2017 - 17:41

کابل (پژواک، ٣١ زمری ۹۶): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د محبسونو عمومي ریاست درې افسران د امریکا په کلوریډا ايالت کې نا درکه شوي.

یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د محبسونو ریاست دغه افسران د لنډمهاله زده کړو لپاره کلوریډا ته تللي وو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د امریکا استخبارتو د یادو درېيو تنو د لټون هڅې پیل کړې، خو ممکن دغه افسران له امريکا نه کاناډا ته د استوګنې لپاره تللي وي.

د کورنیو چارو وزارت د محبسونو عمومي رييس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستانی وايي چې د محبسونو رياست اړوند ١٥ افسران دوې اوونۍ مخکې کلوریډا ته د شل ورځنيو زده کړلو لپاره تللي دي.

هغه وایی دوى ته هم راپور رسېدلى چې له يادو کسانو درې ټيټ پوړي افسران نا درکه شوي دي.

خو د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغو درېيو تنو لار ورکه کړې او که ځانونه يې پټ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.