Language

کندوز کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د اقتاش ولسوالۍ د جنت باغ سيمې د نيولو پر مهال ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې د کندوز د ملي امنيت رييس بريد جنرال سيد اميرشاه سادات د زمري په ٣١مه په سيمه کې پژواک خبري اژانس خبريال ته کړې دي.

هغه وويل چې د اقتاش ولسوالۍ د جنت باغ سيمه له تېرو درېيو کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره وه.

د هغه په وينا، د دې سيمې د نيولو په موخه درې ورځې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات پيل شول.

سادات وايي چې دغه سيمه او د دې سيمې اړوند لس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د کندوز د ملي امنيت د رييس په خبره چې د دې سيمې نيولو پر مهال ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي، ٢٦ ټپيان دي او دوه تنه هم ژوندي نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې يو شمېر پاکستانيان هم شامل دي چې له کلونو راهيسې یې په دې سيمه کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول.

ده زياته کړه چې د عملياتو په جریان کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي خو درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي سليمان پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې د جنت باغ سيمه له طالبانو سره وه.

هغه وايي: ((ډېرو خلکو د طالبانو له ډاره خپل کورونه پرېيښي وو او نورو سيمو ته تللي وو، خو اوس دا دى امنيتي ځواکونو ونيوه او خلک به بېرته راشي.))

ده له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دغه سيمه له ماينونو پاکه کړي او هم يې د امنيت د ټينګښت لپاره پوستې جوړې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تازه څه نه دي ويلي خو درې ورځې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې په جنت باغ سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې اته سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.