Language

د دفاع وزارت مرستيال: د موازي حکومت د جوړېدو هڅې مو شنډې کړي

مزارشريف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ۹۶): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د دښمن هغه هڅې يې چې له لارې يې د موازي حکومت د جوړېدو کوښښ کېده، شنډې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال اقبال علي نادري د وږي په لومړۍ نېټه د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو سرتېرو ته د خبرو پر مهال وويل، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې دښمن ته ماتې ورکړې ده.

نوموړی چې د شاهين قول اردو د ځينو لوړرتبه مامورينو د ترفيع پيغام راوړلو په موخه شاهين قول اردو ته سفر درلود، په ترڅ کې يې د يادې قولو اردو سرتېرو ته په غونډه کې وينا هم وکړه.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وويل، دښمن په دې وروستيو کې درې ستراتيژيک هدفونه لرل، چې دوی شنډ کړل.

نوموړي په افغانستان کې د ځانګړې جغرافيې تر لاسه کېدل، موازي حکومت جوړول او افغان مرکزي حکومت بې باوره کول د وسله والو مخالفينو شوم هدفونه وبلل.

خو هغه ټينګار وکړ چې دښمن يې دغو هدفونو رسېدو ته نه دی پرېښى او له دې وروسته به هم ناکام وي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال افغان سرتېرو ته په خطاب کې وويل، ماتې خوړلی دښمن د افغان ځواکونو تر منځ د مذهب، سيمې او قوم  په نامه د نفاق پيدا کېدو هڅه کوي.

خو دى زياتوي: ((موږ او تاسو ټول افغانان يو او د يوه هېواد افغانستان اوسېدونکي يو.))

بلخوا د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان امان الله مبين د قول اردو سرتېرو د خبرو پر مهال وويل، چې په شمال زون کې يې د دښمن ټولې دسيسې او بريدونه په شا تمبولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((افغان ځواکونو په شمال زون کې تور مخي او چلباز دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي دي.))

د هغه په وينا، دښمن هڅه کوله چې د شمال زون ځينې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو سر پورته کېدو ته يې پرې نه ښودل.

د شاهين قول اردو قومندان وويل، دوی هڅه کوي چې د خاورې او وطن ساتنې پر وړاندې خپل مسووليت همداسې روان وساتي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.