Language

د عشر او زکات راټولولو پر سر د طالبانو په نښته کې دوه کسان وژل شوي

ايبک (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوال وايي، په دغې ولسوالۍ کې د ‎طالبانو له خوا د عشر او زکات راټولولو پر سر د طالبانو په نښته کې د طالبانو نومول شوى مرستيال ولسوال او يو بل کس وژل شوي دي.

ولسوال سراج الدين فطرت پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د ولسوالۍ په "هزاره قدوس" سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ده په وينا، د طالبانو د يوې شپږ کسيزې ډلې د قوماندان حميدالله د کسانو او د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال مولوي حبيب الرحمان ترمنځ د عشر او زکات راټولولو د څرنګوالي پر سر نښته شوې چې له امله يې مولوي حبيب الرحمان او يو کس يې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې حميدالله د عشر او زکات له ٦٠٠زره افغانيو سره له سيمې څخه تښتېدلى دى.

په يوه بله پېښه کې د سمنګانو په "دره صوف پائین" ولسوالۍ کې د لبابي جومات ملا امام مولوي امان په ډزو وژل شوى دى.

د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالله ظفري پژواک ته وويل چې مولوي امان تېره شپه د طالبانو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: "دغه کس پخوا د طالبانو په ليکو کې فعاليت کاوه، خو  تېره اونۍ له دغې ډلې څخه بېل شوى و او په يوه جومات کې يې امامت کاوه."

ظفر وايي، طالبانو د ياد شوي کس وسله او مهمات له ځان سره وړي دي.

تېر کال په ورته پېښه کې د دغه کلي د جومات ملا امام مولوي جلال الدين د تراويح لمانځه پرمهال د طالبانو له خوا وژل شوى و.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics