Language

زنخان ولسوالۍ بېرته امنيتي ځواکونو ونيوه

غزني ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٦): د غزني امنيتې چارواکي وايي چې زنخان ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې خو طالبان وايي چې دغه ولسوالۍ اوس هم له دوى سره ده.

د غزني والي عبدالکريم متين د وږي په دويمه کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر زنخان ولسوالۍ بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې اووه وسله وال طالبان او درې پوليس وژل شوي او پنځه طالبان او اووه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

هغه دا هم وويل چې تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

متين وايي چې په دې جګړه کې ٢٩ طالبان او پنځه پوليس وژل شوي، ١٦ طالبان او اته پوليس ټپيان دي.

والي د زنخان ولسوالۍ د سقوط په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د دې ولسوالۍ يوه پوسته طالبانو نيولې وه چې امنيتي ځواکونو بېرته نيولې ده.

خو د غزني سرپرست امنيه قوماندان مصطفى مايار پژواک ته وويل چې د زنخان ولسوالۍ د يو ساعت لپاره سقوط شوې وه و خو اوس بېرته امنيتي ځواکونو نيولې ده.

ده وويل چې د زنخان په جګړه کې پنځه طالبان او څلور پوليس وژل شوي، اووه طالبان او اووه پوليس ټپيان شوي دي.

قوماندان وويل چې سيمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او طالبان يې پر شا تمبولي دي.

دغه راز د زنخان اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې ټوله شپه په دې ولسوالۍ کې جګړه وه.

هغه وايي: ((سهار مې طالبان له ټانکونو سره وليدل خو ولسوالۍ زموږ نه لرې ده، شايد چې ولسوالۍ هم طالبانو نيولې وي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د زنخان ولسوالۍ له طالبانو سره ده.

login or register a new account.