Language

لوګر کې دوه ښوونځي تړل شوي

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٦): د لوګر په مرکز او يوه ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله دوه ښوونځي تړل شوي چې نږدې ١٦ سوه نجونې او هلکان له زده کړو پاتې دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د وږي دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله له تېرې يوې اونۍ راهيسې د مرکز اړوند د پورک د نجونو او د محمداغې ولسوالۍ د هلکانو لېسې تړل شوې دي.

هغه وايي: ((د دې ښوونځيو د لارې په اوږدو کې امنيتي ځواکونو پوستې جوړې کړې، خلک له ډاره خپل بچيان مکتب ته نه لېږي چې جګړه ونه شي.))

هغه زياته کړه چې قومي مشرانو په دې اړه د پوهنې رياست ته شکايت کړى و او دوى دغه مسئله له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده.

ده وويل: ((موږ قوماندانۍ ته مکتوب لېږلى څو دغه مشکل حل کړي خو تر اوسه يې ځواب نه دى راکړى.))

دغه راز د پورک یوه اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونې راهيسې د دې سيمې د نجونو لېسه تړل شوې ده.

هغه وايي: ((زموږ له کور نه درې کسان دغه مکتب ته تلل خو اوس يو هم نه ځي؛ ځکه چې په لاره کې پوستې او طالبان وخت ناوخت پر دې پوستو ډزو کوي.))

د پورک د نجونو لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي جميلې پژواک ته وويل: ((لاره کې پوستې دي، د جنګ ډار دى، هېڅوک مکتب ته نه ځي نو زه هم نه ځمه.))

خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه پوستې په سيمه کې د امنيت د ټينګښت په موخه جوړې شوې دي.

هغه وويل: ((له دې پوستو سره له دې چې امنيتي ستونزې نه دي جوړې کړي، د ښوونځيو امنيت يې تامين کړى دى.))

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې ښوونځي په ټوليزه توګه نه دي تړل شوي، ډېر لږ زده کووونکي نه ورځي نور ټول ورځي.

ده هم وويل چې دغه پوستې د ښوونځيو د امنيت د ټينګښت په موخه جوړې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.