Language

“د القاعدې او لشکر طیبه یوه مرکز کې چاودنې لس بهرني او کورني وسله وال وژلي”

کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۶): چارواکي وايي، د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د القاعدې او لشکر طیبه ډلو په یوې ګډې قرارګاه کې د ماین چاودنې لس  پاکستاني، عرب او افغان جګړه مار  وژلي دي.

دغه پېښه نن سهار ۶ بجې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د القاعدې او لشکر طیبه په دغې ګډې قرارګاه کې ماینونه جوړېدل او پر افغان ځواکونو یې بریدونه طرحه کول.

ده زیاته کړه، دغه قرارګاه د ښوراوک ولسوالۍ او ګلستان سیمې تر منځ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په داسې ځای کې جوړه شوې وه چې په ۱۰۰ مترۍ کې یې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پوسته پرته ده.

دی وايي، په دې مرکز کې وسله وال د ماینونو په جوړولو بوخت وو چې چاودنه یې کړې او پر مهال یې ۷ پاکستاني، ۲ عرب او یو افغان وسله وال وژل شوي دي.

د ده په خبره، وژل شوي وسله وال د القاعده او لشکر طیبه ترهګرو ډلو غړي او د ماینونو جوړولو انجنیران وو.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم پر وسله والو خپل ماین چاودنه کړې چې په پایله کې يې  دوه وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، دغه پېښه د یادې شوې ولسوالۍ په منډیګ کې شوې ده.

د ده په خبره، دوو  وسله والو غوښتل پر عامه لاره ماین ځای پر ځای کړي چې چاودېدلی او دواړه په کې وژل شوي دي.

د یادو شوو دواړو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.