ایبک (پژواک، ٣ وږى ٩٦): د سمنګانو امنيه قومانداني وايي، دوه تنه چې له بغلان څخه يې مزار ته ٣٠کيلوګرامه چرس لېږدول نيولي دي.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن منير رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو نن سهار دوه تنه چې غوښتل يې ٣٠کيلوګرامه چرس له بغلان ولايت څخه مزار ته ولېږدوي د سمنګان په امنيتي کمربند کې دغه چرس چې په يوه مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي و کشف او ضبط کړل.
ده وويل چې د يادو چرسو د لېږد په تړاو نيول شوي کسان د بغلان او پروان ولايتونو اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم يه ياد امنيتي کمربند کې ٢٢٨کيلوګرامه چرس او ترياک نيولي و.
login or register a new account.