لښکرګاه (پژواک، ۳ وږی۹۶): د هلمند چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د تریخ ناور او سورخ دوز په سيمه کې عملیات پیل کړي چي له درې کیلومترو څخه زیات پرمختګ یې کړی دی.
ده زياته کړه،په دې عملياتو کې د مخلص په نوم طالب قوماندان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه راز يوه اندازه وسلې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او د مخالفينو ٢٥ موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي، که څه هم په دې اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې د ګرشک په نهرسراج کې يې څلور امنيتي سرتېري وژلي دي.
د يادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې د هلمند د ګرشک او ناوې په ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP