Language

مراد: د جنايت ځواب بايد په جنايت ورکړل شي

غزني ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي چې نور بايد په افغانستان کې د پرديو د لاسوهنو مخه ونيول شي او زياتوي چې طالبان يواځې د خلکو د وژنې هڅې کوي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال مراد علي مراد د غزني ولايت د نوي امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان خوستي د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

مراد وويل چې له کلونو راهيسې په هېواد کې د بهرنيو لاسوهنې روانې دي نور بايد د دغو لاسوهنو مخه ونيول شي.

هغه ونه ويل چې د لاسوهنو مخه بايد څوک ونيسي خو زياته یې کړه که دغه لاسوهنې کمې شي نو امنيت به ټينګښت ومومي.

هغه دا هم وويل چې وسله وال طالبان د خلکو د هوساينې نه، بلکې د وژنې لپاره پوره هلې ځلې کوي.

مراد زياتوي: ((دا پولیس چې وژل کېږي دا څوک دي، همدا ستاسو اولادونه دي، نو بايد د طالبانو پر وړاندې په ګډه ودرېږو.))

نوموړي د کابل د تېرې ورځې پېښې ته په اشارې سره وويل، وسله وال مخالفين هڅې کوي چې عام افغانان و وژني نو بايد مخه يې ونيول شي.

هغه زياته کړه: ((زه امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کوم چې د جنايت ځواب دې په جنايت ورکړي.))

دغه راز په دې غونډه کې د غزني نوي امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان خوستي وويل چې له دې مخکې يې په دغه ولايت کې دنده ترسره کړې نو به وکولاى شي چې د امنيت ټينګښت لپاره کار وکړي.

هغه وايي: ((زه پر دې پوهېږم چې خلک هم نور له طالبانو ستړي شوي او د امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دي.))

خوستي وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو د تشکيل د پوره کېدو په برخه کې يې د کورنيو چارو له وزارت سره خبرې کړې دي.

د غونډې په پاى کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون لري نو ټول به يو ځاى د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.

login or register a new account.