کندهار (پژواک، ۵ وږی ۹۶): د سوېلي زون د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۵۵ افسران فارغ شول.
دغو افسرانو د شپږو میاشتو په موده کې مسلکي زده کړې کړي او د (دویم بریدمن) رتبو په لرلو ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د دغو پولیس افسرانو په فراغت غونډه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، نن د ۳۵۵ تنو په فارغېدو په کندهار کې د پولیس افسرانو تشکیل پوره شو.
هغه زیاته کړه، فارغ شوي پولیس افسران به په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او دایکنډي کې پر دندو وګومارل شي.
نوموړي له فارغو افسرانو وغوښتل چې خپلې دندې دې په رښتینولۍ ترسره کوي او د خپلو قوماندانانو قانوني اوامرو ته دې غاړه ږدي.
هغه د دندې پر مهال د خلکو د زړونو تر لاسه کول مهمه چاره وګڼله او ټینګار یې وکړ چې پولیس د خلکو خدمتګار دی.
خو نوموړي هغه پولیس او افسران چې له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي، زندان ته په لېږلو وګواښل.
د سوېلي زون د پولیسو د روزنیز مرکز یوه ښوونکي پوهنمل سرادر محمد کوهدامني پژواک خبري اژانس ته وویل، فارغو شوو پولیس افسرانو د روزنې په شپږ میاشتنۍ موده کې اړوندې ټولې مسلکي زده کړې کړي.
هغه فارغ شوي پولیس د خلکو د سر او مال ساتنې او د انساني کرامت درناوي ته راوبلل.
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم پولیس د ټولنې خدمتګار وګڼل او له خلکو سره یې د هغوی پر غوره رویه ټینګار وکړ.
د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د عبدالصمد په نوم يوه فارغ شوي افسر پژواک اژانس ته وويل، له خپل وطن سره د مينې له مخې د پوليسو ليکو ته راغلى او دلته يې پوره شپږ مياشتې زده کړې وکړې.
هغه زياته کړه، خوشحاله دى چې د خپلې دندې اړوند يې ډېر څه زده کړي او د خپلو هېوادوالو خدمت ته په ښه توګه چمتو شوى دى.
login or register a new account.