پل علم (پژواک، ۶ وږی ۹۶): لوګر کې د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ٢٤ کانالونو د جوړېدو تړونونه لاسليک شول.
دغه تړونونه د وږي په ٦مه د لوګر د کليو او پراختيا رياست او د مرکز پل علم، محمد اغې او بره کي برک ولسواليو د ٤٦ سيمه ييزو شوراګانو ترمنځ لاسليک شول.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د کليو پراختيا رييس عاشق الله اخلاص يار وويل چې د دغو تړونونو له مخې به ٨ کانالونه په محمداغه، ١١ کانالونه، په مرکز پل علم او پنځه نور په بره کي برک ولسوالۍ کې جوړ شي.
هغه وويل چې د دغو کانالونو په جوړولو به اووه ميليونه امريکايي ډالر ولګېږي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې به ١٧٩٤ مسلکي او څه باندې ٦٤زره غير مسلکي کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
اخلاص يار زياته کړه چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره به ٩١٨٠ هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.
دغه راز په دې غونډه کې د لوګر والي محمدحليم فدايي وويل چې سيمه ييزې شوراګانې بايد د دې پروژو له کار څخه جدي څارنه وکړي.
فدايي د يادو ٤٦ شوراګانو ١٨٤ غړو ته سوګند ورکړ چې دغه پروژې به په سمه توګه عملي کوي او د فساد په مخنيوي کې به يې پوره هڅې کوي.
همدارنګه فدايي له يادو شوراګانو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت او د سولې په راوستو کې د حکومت کلک ملاتړ وکړي.
د هغه په وينا، که چېرې خلک له حکومت سره مرسته وکړي نو کېداى شي چې په هره سيمه کې پروژې پلې شي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيالې هما احمدي وويل چې دغه ډول پروژې له خلکو او د کرنيزې برخې له ودې سره لويه مرسته ده.
د هغې په وينا، کله چې حکومت خلکو ته کار پيدا کړي نو خلک هم پر حکومت باور کوي او په هره برخه کې يې مرسته کوي.
login or register a new account.