Language

ډنډپټان ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه

ښرنه(پژواک،٧وږى٩٦):د پکتيکا د ملي امنيت ځواکونو د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د پکتيکا د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  تېره ورځ دوى د پکتيا د ملي امنيت له ځواکونو سره په ګډه د ډنډپټان ولسوالۍ په قېمتي کلي کې عمليات کړي دي.

هغه وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه  او په تړاو يې  درې تنه هم نيول شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل، د دغه ولايت د ملي امنيت ځواکونو په پکتيا کې عمليات ترسره کړي دي.

والي وايي، دغه وسلې طالبانو له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړې وې او غوښتل يې چې ترهګريز فعاليتونه پرې ترسره کړي.

د وحدت د معلوماتو له مخې، له دې زېرمې څخه درې د هشکې، څلور راکټ انداز، درې د مزائيلو دستګاوې، ماينونه، زرګونه مرمۍ، يو موټر او ځيني نور جنګي توکي ترلاسه شوي دي.

والي خوښي وښوده چې د دغو وسلو په کشف او ترلاسه کولو سره د ډېرو بدو پېښو مخه ونيول وشوه.

د يادونې ده چې ډنډپټان د پکتيا د سرحدي ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېره برخه يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.