Language

د بلخ دیني عالمانو پر خلکو د نظام د ملاتړ غږ وکړ

مزارشريف (پژواک، ٨ وږی ۹۶): د بلخ ديني عالمانو په جوماتونو کې چاودنې د افغانانو ترمنځ د نفاق پيدا کېدو او مذهبي لرې والي په موخه د اسلام د قسم خوړلو دښمنانو کار وباله.

د بلخ ديني عالمان د وږي په اتمه د مزار شريف د حج اوقافو په رياست کې را ټول شوي وو.

په دې غونډه کې د بلخ د حج او اوقاف سرپرست مولوي امرالدين ايزديار وويل چې دغه ديني عالمان په هېواد کې د وروستيو پېښو په تړاو را ټول شوي دي.

نوموړي وويل چې په جوماتونو کې بريدونه د دې ښکارونديي کوي چې د افغانانو دښمنان نور ناچاره شوي دي.

د هغه په وينا، د افغانستان دښمنانو ته اوس يوازې همدا لاره پاتې ده چې په جوماتونو کې د چاودنو له لارې د افغانانو ترمنځ شته ملي يووالي ته زيان ورسوي او د شيعه او سني په نامه يې سره بېل کړي.

خو مولوي ايزديار ټينګار وکړ: ((دښمن بايد پوه شي چې په دې جوماتونو کې ولاړ ټول خلک د يو الله عبادت کوي او هېڅوک يې سره نه شي بېلولی.))

په ياده غونډه کې مولوي محسن دانش بيا پر ديني عالمانو غږ وکړ، د دوی دنده ده چې د دښمن پر وړاندې د خپلو افغانانو ننګه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دښمن د جوماتونو له لارې د افغانستان په مسلمان امت کې د بېلوالي هڅې کوي چې بايد مخه يې ونيول شي.

هغه ټينګار وکړ چې بايد د اختر ورځې په خطبو کې ټول ديني عالمان له خپلو انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو ننګه وکړي.

مولوي سيد حليم کريمي بيا د دښمن پر وړاندې د افغانستان د شته نظام او اردو ننګې ته خلک راوبلل.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ نظام او اردو زموږ د خاورې د ساتنې او زموږ د هېواد افغانستان د سرحدونو د خوندي ساتنې لپاره ستړي دي چې بايد ملاتړ او ننګه يې وکړو.))

ديني عالمانو جدي غوښتنه وکړه چې بايد د ټول هېواد خطيبان د اختر په ورځ په خطبو کې افغانان د دښمن له شومو هدفونو خبر او يووالي ته را و You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics