Language

د لوګر بمبار کې د خوښۍ لپاره د طالبانو ولسوال او مرستیال يې هم وژل شوي

تعقيبي- پل علم (پژواک، ٨ وږى ٩٦):  د لوګر چارواکي وايي چې د مرکز پل علم هوايي بريد کې د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال او مرستيال يې وژل شوي او ځيني ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې د خنجر په نامه عمليات پيل شوي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د هوايي بريد له امله نن سهار د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ملا محمدالله او د هغه مرستيال حذيفه وژل شوي دي.

ده وويل: ((دغه کسان له يو شمېر نورو طالبانو سره په دشت باري سيمه کې په یوه کور کې پټ شوي وو چې هوايي بريد پرې شوى، د دوى ترڅنګ يو شمېر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.))

هغه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کره شمېر په ګوته نه کړ خو زياته یې کړه چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

خو د سيمې یوه اوسېدونکي خداى نظر کوچي پژواک ته وويل چې امريکايي ځواکونو په دشت باري سيمه کې د وکيل پر کور هوايي بمبار کړی دی.

هغه وايي: ((ټول کور يې ورته تباه کړى دى، په دغه کور کې ٢٨ کسان وو، تر اوسه موږ د ١٣ کسانو مړي او ١١ زخميان پيدا کړي خو نور لا هم تر خاورو لاندې دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کسان د خوست ولايت اوسېدونکي او په قوم ځدراڼ وو او له يو کال راهیسې په لوګر کې اوسېدل.

خو د سيمې یوه بل اوسېدونکي داوود هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل: ((په دې کور کې له ٢٨ تر ٣٢ کسانو پورې اوسېدل، يو کس يې بېګاه چېرته مېلمه و، نور ټول يې وژل شوي دي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په لوګر کې د بهرنيو ځواکونو يوه الوتکه غورځولې ده.

دى وايي چې په الوتکه کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.

هغه وايي چې امريکايي ځواکونو په ياده سيمه کې پر ملکي خلکو بمبارد کړى چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.