ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو ښوونکی او یو دیني عالم وژل شوي

یو ښوونکی او یو دیني عالم وژل شوي

author avatar
30 Aug 2017 - 11:31
یو ښوونکی او یو دیني عالم وژل شوي
author avatar
30 Aug 2017 - 11:31

جلال اباد- محمودراقي (پژواک، ۸ وږی ۹۶): ناپېژاندو وسله والو په ننګرهار کې يو ښوونکى او په کاپيسا کې يو ديني عالم پر ډزو وژلي دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده مخ پټو وسله والو تېر ماښام د دغه ولايت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې د نسوانو لېسې يو ښوونکی وژلی دی.

هغه وويل، مولوی عبدالحکیم په داسې حال کې چې په جومات کې د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته د خپل کور پر لور روان و، د ناڅرګندو مخ پټو وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوي کس له تېرو لسو کلونو راهیسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل شوې دي.

هغه وويل، وسله وال د ماښام له تيارې په استفادې په تېښته بريالي شوي، خو دوی يې د کشف او نيولو هڅې پيل کړې دی.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا کې هم ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم وژلى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د کوهستان ولسوالۍ د ريګروان په سيمه کې يو ديني عالم پر ډزو وژلى دى.

هغه وايي: ((قاري سيدعلي په کوهستان کې د نظام خېلو د جومات ملا امام و چې د ماخوستن د لمانځه له ادا کولو وروسته پر ډزو وژل شوى دى.))

يوسفزي وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يادو پېښو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.