کابل (پژواک، ۹ وږى ٩٦): امنیتي مسوولینو د کابل ښاریانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د ښار په مختلفو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او خلکو ته د اختر په ورځو کې د امنيت ډاډ ورکوي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن عبدالبصیر مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ملي امنیت، عامه نظم، ځانګړو ځواکونو او نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ یې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب په موخه د کابل ښار په مختلفو برخو په ځانګړې توګه ګڼ مېشتو سیمو کې امنیتي کمربندونه زيات کړي دي.
ده زياته کړه، د کابل ښار هرې امنیتي حوزې ته یې د ګرځنده ګزمو د ترسره کولو په موخه شپږ شپږ موټرسایکلونه ورکړي، ترڅو وکولی شي په ګڼه ګوڼه کې هم خپله څارنه وکړي.
د پژواک خبري اژانس خبري ډلې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې له امنیتي پوستو، امنیتي کمربندونو او سیارو ګزمو څخه لیدنه کړې او مسوولین يې د اختر ورځو د امنیت د ټینګښت په اړه پوښتلي دي.
د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر سمونوال علي احمد عطايي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د مبارکۍ تر څنګ د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ.
نوموړي د امنیت په ټینګښت کې د ولسي وګړو رول مهم وباله او له کابل ښاریانو یې وغوښتل چې د شکمنو کسانو او له شکمنو کړنو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د پولیسو له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو سره اړیکه ونیسي.
هغه وویل، امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ساتنې لپاره پیرې او ګزمې کوي، ترڅو هېوادوال وکولی شی د اختر شپې او ورځې په پوره خوښیو سره ونمانځي.
د کابل ښار یوه پولیس وحیدالله د افغانستان ټولو وګړو ته د اختر مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د اختر په خوښیو کې د خلکو امنیت وګواښي.
ده پژواک ته وویل: «ویاړم چې د اختر د خوښیو په ورځو کې له مور، پلار، خویندو او وروڼو څخه مسافر یم او د خپلو خلکو خدمت کوم.»
نوموړي د امنیت په ټینګښت کې د ولسي وګړو له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ډاډمن امن لپاره باید ولس له امنیتي او کشفي ارګانونه سره اوږه په اوږه ودریږي.
د کابل ښار اوسېدونکي زکریا د اختر د رارسېدو په مناسبت د ښار په مختلفو برخو کې د پولیسو د فعالیتونو له زیاتېدو مننه او ستاينه وکړه.
هغه وویل: «دا چې امنیتي ځواکونو د خپلو هېوادوالو د ژوند د تأمین لپاره خپل کورونه پریښي، عام ولس يې باید منندوی واوسي او مرسته ورسره وکړي.»
د کابل ښار یوه موټر چلوونکي محمد جمیل پژواک ته وویل، سره له دې چې د پولیسو له لوري د موترو تالاشي دوی ته ستونزې جوړې کړي، خو خوښ دی چې د هېوادوالو امنیت یې خوندي شي.
ده زياته کړه: «د پولیسو له لوري د موټرو تالاشي، پیرې او سیارې ګزمې د دې ښکارندويي کوي چې دوی د خپلو هېوادوالو د ژوند تأمین ته ژمن دي.»
د کابل ښار یوې اوسېدونکې جمیلې بیا پژواک ته وویل چې په خپلو امنیتي او کشفي ارګانونو پوره باور لري چې د اختر په خوښیو کې به د هر راز بدې پېښې مخنیوی کوي.
هغه زياتوي: «د افغانستان د خلکو دښمنان هڅه کوي چې د اختر په خوښیو کې ناوړه کړنې ترسره کړي، امنیتي ځواکونه باید په خپلو منځونو کې د پوره همغږۍ په مرسته د دوی د ناوړه ترهګریزه کړنو مخنیوی وکړي.»
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن