Language

د فراه د پشتکوه ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٦): د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ امنيه قوماندان راحت الله ظاهري او لږ تر لږه د هغه دوه ساتونکي، پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شول.

د فراه د والي وياند ناصر مهري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ظاهري او د هغه دوه ساتونکي تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په "قلاتۀ شېردل" سيمه کې د ماين چاودنې ووژل.

خو د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې په دې چاودنه کې ظاهري او د هغه څلور ساتونکي وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې ظاهري او ورسره مل کسان په يو شخصي موټر کې روان وو چې د يادې ولسوالۍ د "کتالي" په کلي کې يې موټر ماين والوځاوه.

د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي، دغه ماين طالبانو ځاى پر ځاى کړى و چې د چاودنې له امله يې ظاهري او د دولتي ځواکونو څلور تنه وژل شوي دي.   

login or register a new account.