لښکرګاه (پژواک، ٩ زمری۹۶): ميوند قول اردو وايي، تېره شپه د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال بريدمل نواب ځدران وايې، دغه ٧ تنه د نادعلي ولسوالۍ په "چاه انجير" سيمي کې وژل شوي دي.
هغه وايي چې د عملياتو پر مهال ٧ کيلو ګرامه ترياک او د وسله والو طالبانو يو ميل پيکا او يوه اندازه مهمات د يادو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده وويل چې په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه موټرسايکلونو هم ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، په عملياتو کې کومانډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتی.
د سيمي يو تن اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې د سيمې خلک له وېرې له خپلو کورونو نه شي وتلى، خو اورېدلي يې دي چې په عملياتو کې يو شمېر طالبان وژل شوي او دولتي ځواکونو درې کسان له ځان سره بېولي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن