Language

د بلخ والي حکمتيار له داعش ډلې سره په لاس لرلو تورن کړ

مزارشريف (پژواک ١٠ وږى ٩٦): د بلخ والي د حزب اسلامي مشر حکمتيار له داعش ډلې سره په لاس لرلو او د قومونو ترمنځ په نفاق اچولو تورن کړ.

نوموړي دغه څرګندونې، نن د اختر د لمانځه پرمهال د مزارشريف په روضې جومات کې په خبرو کې په ډاګه کړې.

د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيوي رئيس عطاء محمد نور وويل، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له داعش ډلې سره د بيعت کولو له لارې په يوه ډول د افغانستان په روانو جناياتو او د خلکو په وژنه کې لاس لري.

ده په حکمتيار تور پورې کړ چې نوموړى په افغانستان کې د شيعه ګانو او نورو قومونو ترمنځ نفاق اچولو ته لمن وهي.

هغه ګواښ وکړ، تر هغه چې حکمتيار له داعش ډلې څخه بېرته بيعت وانخلي، دى به يې په وړاندې مبارزه کوي.

خو د حزب اسلامي ګوند د نوموړي د دې تازه څرګندونو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي، ولې تردې وړاندې ګلبدين حکمتيار ويلي، چې دوى له هېچا سره د جګړې جبهه نه پرانېزي او له نورو هم غواړي چې تېرې ترخې تجربې هېرې کړي.

ده زياته کړې: "موږ له هيڅ شخص او ډلې سره دښمن نه لرو او حاضر يو چې تېر هېر کړو او ټولو ته د ورورولۍ لاس ور اوږد کړو."

عطاء محمد نور د نظام پر اصلاح هم ټينګار وکړ او همداراز يې افغانستان ته د جنرال دوستم ممنوع الدخول کېدل د حکومتي مشرانو توطيه وبلله.

د بلخ والي د دې ولايت د څو ولسواليو د ځينو سيمو د ناامنه کېدو پخلى وکړ، خو ټينګار يې وکړ چې د ولايت په هره سيمه کې به د مخالفينو په وړاندې جدي عمليات پيل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.