کندهار (پژواک ، ١١وږى ٩٦): د کندهار ښاروال وايي، ټاکل شوې ده د روان لمریز کال تر پایه د ښاروالۍ عواید ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي.
کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
ولسمل وویل، سږ کال یې تر دې مهاله ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي خو تمه ده چې د کال تر پایه ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
هغه زیاته کړه، تېر کال د کندهار ښاروالۍ ټول عواید ۵۱۰ میلیونه افغانۍ وو چې په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوی رقم و.
دی وايي، له کابل ښاروالۍ وروسته کندهار ښاروالي د ډېرو عوایدو راټولولو په برخه کې دویم ځای لري.
د ده په خبره، د عوایدو ډېرولو عمده لامل د ښاري حکومتولۍ پیاوړې کول او په اړوندو چارو کې د فساد مخنیوی دی چې تر ډېره بریده کم شوی دی.
ښاروال زیاته کړه، تر دې مهاله له ترلاسه شوو ۳۵۰ میلیونه افغانیو عوایدو څخه یې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ په پرمختايي چارو او خدماتو لګولي، څو اقتصادي څرخ روان وي او په دې توګه د ښاروالۍ د عوایدو کچه نوره هم لوړه شي.
ده یادونه وکړه چې د پرمختیايي پروژو په تطبیق کې د کندهار ښاریانو ونډه او رول د پام وړ دي او یوه مسلکي علمي شورا یې جوړه کړې چې د پوهنتون استادان، دیني عالمان او مېرمنې یې غړي دي.
نوموړي په پرمختیايي برخه کې د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د یو شمېر پروژو یادونه وکړه چې د ځینو کارونه بشپړ شوي او د ځینو روان دي.
ده وویل، تر دې مهاله د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۰ کیلو متره اسفالت سړکونه جوړ شوي دي.
د دې تر څنګ تېر کال د کندهار ښار ۲۲ جریبه ساحه تر زرغون چاپېریال لاندې شوه چې سږ کال به ۴۰ جریبه نوره ساحه هم تر زرغون چاپېریال لاندې شي.
دی وايي، د ظاهرشاهي کانال اړوند حریمونه خلاص شوي چې تر عینو مېنې پورې به تر زرغون چاپېریال لاندې راوستل شي، په ورته توګه به د کندهار ښار په لوېدیځ کې د میرویس مېنې سړک چې د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د اتصال لاره ده، تر باغ پل پورې تر زرغون کمربند لاندې راشي.
login or register a new account.