غزني ښار (پژواک، ١٢وږى ٩٦): د غزني ښار يو شمېر هندوان او سیکان وايي چې د حکومت نه پاملرنه او په ښوونځيو کې د دوى د ماشومانو ځورونه د دې لامل شوي چې ماشومان يې له زده کړو بې برخې پاتې شي.
د غزني هندوان وايي چې بچيان يې بايد زده کړې وکړي، په راتلونکي کې د نورو په شان ډاکتران، انجنيران، اقتصاد پوهان او حقوق پوهان شي، خو وايي چې په اوسنيو شرايطو کې دغو موقفونو ته رسېدنه يې ستونزمنه ده.
په غزني ښار کې ١٦ کلن سنپال سینګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شخصي او دولتي ښوونځيو کې د نورو زده کوونکو له لوري بد چلند ورسره کېږي.
هغه وايي چې هندوان او په ځانګړي ډول سیکان ډېرى وخت د نورو زده کوونکو له خوا وهل کېږي او يا هم سپکې سپورې ورته ويل کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته بدې خبرې کوي او یا هم راته وايي چې تاسو کافران یاست، ولې قران نه منئ له تاسو سره اوسېدل ناروا دي.))
دغه راز بل زده کوونکي مهيش پژواک ته وويل چې د بد چلند له امله نور ښوونځي ته نه ځي او په مندر (عبادت ځاى) کې زده کړې کوي.
هغه وايي: ((د ځينو کسانو چې اقتصاد ښه دى، خپل بچيان په خصوصي مکتبونو کې اچولي خو هلته هم ورسره بد چلند کېږي.))
ده وويل چې په مندر کې دوى ته يواځې مذهبي زده کړې ورکول کېږي خو له مجبوري ورځې یې ورته غاړه اېښې ده.
د غزني سکان وايي چې د افغانستان په قوانينو کې د دوى او د دوى د ماشومانو د حقوقو په اړه واضح څه نه دي ويل شوي نو ځکه ډېرى وخت له ستونزو سره مخ وي.
دغه راز د اړوندې موضوع په اړه په غزني کې د هندوانو او سيکانو سيمه ييز استازي دليپ سينګ پژواک ته وويل چې د دولت له لوري د نورو ولايتونو په څېر په غزني کې هم اړينه پاملرنه کېږي.
دى وايي چې په ښوونځيو کې د دوى له زده کوونکو سره بد چلند کېږي چې له امله يې ډېرى هندوان او سيکان بېسواده پاتې دي.
هغه زياتوي: ((زموږ ماشومان نه څه لوستلاى شي او نه هم څه ليکلاى شي؛ ځکه چې مکتب ته نه ځي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP