Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د دوو قوماندانانو تر منځ د نښتې له امله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ايبک(پژواک، ۱۲ وږی ۹۶):  سمنګان کې د دوو ځايي قوماندانانو تر منځ د پهلوانۍ لوبې پر مهال د رامنځته شوې شخړې او نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ سرپرست انجنير قربان پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ مازيګرمهال د قوماندان الماس او قوماندان رشيد تر منځ د دې ولسوالۍ د توقسن په بازار کې د پهلوانۍ  لوبې پر مهال شخړه رامنځته شوه او دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې.

هغه زياتوي، د ډزو په پايله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ده په وينا، دا مهال جګړه نشته او سيمه د پوليسو تر کنټرول لاندې ده.

قوماندان الماس چې په دې سيمه کې د ولسي پاڅوانوالو له قوماندانانو څخه دی پژواک خبري اژانس ته وويل،   د لوبو په ميدان کې د ده او قوماندان رشيد چې د نامسووله وسله والې ډلې قوماندان دی، شخړه رامنځته شوې ده.

دی زياتوي، د ډزو په پايله کې د ده د پلويانو له ډلې يو تن وژل شوی او بل ټپي او د قوماندان رشيد له پلويان بيا يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د يادونې ده چې دغه دوه قوماندانان له کلونو راهيسې له يوبل سره دښمني لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.