تالقان (پژواک،١٣وږى٩٦): د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د پوليسو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د ورسج ولسوالۍ د خانقاه سيمې اوسېدونکي عبدالمعاب د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مدير ابراهيم بېکزاد خوريي غوښتل چې په دې سيمه کې ځمکه غصب کړي.
ده زياته کړه: ((هغه د خلکو له مقاومت سره مخامخ شو چې وروسته يې بيا ماما د خپل خوريي د ننګې په خاطر يو ټانک، پنځه رېنجر او لسګونه پوليس سيمې ته راوستل.))
د هغه په وينا، پوليسو پر خلکو ډزې وکړې چې د سيمې اته اوسېدونکي په کې ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني هم پېښه تاييدوي او وايي، بېکزاد د خپل خوريي په پلوي په ورسج کې له ځايي خلکو سره نښته کړې ده.
دى زياتوي، د امنيت امر جهانګير کرامت ته يې دنده سپارلې، ترڅو ياده موضوع له نږدې وڅېړي.
خو ابراهيم بېکزاد بيا پژواک ته وويل چې د ځمکې د ملکيت پر سر يې له خلکو سره شخړه نه ده کړې.
هغه وايي: ((موږ د اختر لمانځنې لپاره د دوستانو کور ته ورغلي وو، چې د بېرته راتګ پرمهال خلکو پر موږ ډزې وکړې، نو ځکه پوليسو هم ځوابي ډزې وکړې.))
د ده په خبره، د خلکو په ډزو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
تېر کال هم په ورسج کې د سيمې د اوسېدونکو او يوه ځايي قوماندان ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه شوې وه چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP