Language

مزارشريف (پژواک، ١٤ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان وايي چې د فلم جوړونې په برخه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دغه ولايت کې له خپلمنځي جګړو وړاندې دوو سينماګانو فعاليت درلود چې اوس نشته دي.

د دغه ولايت هنرمندان وايي چې د مالي او تخنيکي اسانتياوو نشتوالي يې د فلم جوړونې هنر پيکه کړی دی.

دوی دغه راز په تلوېزيونونو کې د بهرنيو سريالونو خپرېدل د افغاني فلمونو د کتو پر وړاندې ستر خنډ بولي چې له امله يې ډېری جوړ شوي فلمونه بېرته خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.

شبنم د مزارشريف ښار اوسېدونکې ده. نوموړې له تېرې يوې لسيزې په فلمونو کې د لوبغاړې په توګه کار کوي.

هغې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې حکومت د هنرمندانو د تشويق او د چارو د ملاتړ په برخه کې هېڅ هم نه کوي.

نوموړې چې سينما ته د خپل راتګ په سفر يې خبرې کولې، زياته کړه چې په ډېرو ستونزو د سينما پردې ته راغلې او لا هم له ستونزو سره مخ ده.

د هغې په وينا، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله له هنر او سينما سره د خلکو په چلند او درک کې خورا توپير راغلی خو لا هم هنرمندانو ته هغه اسانتياوې نه دي برابرې شوې چې د پرمختګ لامل يې شي.

شبنم وايي، که څه هم په مزارشريف ښار کې په لسګونو لنډو هنري فلمونو کې يې کار کړی خو تر دې دمه ورته داسې کوم وړانديز نه دی شوی چې د دې ژوند کې مهم بدلون راولي.

هغې هنر او سينما د پيغام رسونې او د ټولنيز بدلون لپاره مهم وسايل وګڼل او له همدې امله يې له دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

محمود سخي چې د کابل ملي ټلوېزيون له پخوانيو سندرغاړو پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو يې د افغان فلم کمپنۍ په مرسته فلم کې کار کولو ته لاره پيدا کړې ده.

نوموړي د فلم جوړونې او نندارې ته وړاندې کېدو په تړاو پژواک ته وويل چې په مزارشريف ښار کې د فلم جوړونې او په فلم کې د کار کولو له اړخه ښه هنرمندان شته خو د اقتصادي ستونزو له امله پرمختګ نه شي کولی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.