Language

د بلخ یو شمېر خلکو د برما مسلمانانو وژنه وغندله

مزارشريف (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو په برما کې د مسلمانانو وژنه وغندله او له ملګرو ملتونو يې غوښتنه وکړه چې د دغه کار مخه دې ونيسي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ١٥مه د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو په همدې تړاو په روضه کې غونډه جوړه کړې وه.

د دغه ولايت  د ديني عالمانو شورا غړي مولوي محسن دانشجو وويل چې دوی په برما کې د مسلمانانو وژنه پر سختو ټکو غندي.

نوموړي زياته کړه، دغه راټولېدنه په همدې موخه ده چې ټول مسلمان سره وروڼه دي او د يو بل په درد کې بايد سره غمجن وي.

هغه د برما له مسلمانانو سره د ملاتړ ښودو تر څنګ زياته کړه چې ملګري ملتونه او نړيوال بايد په برما کې پر مسلمانو د روان ظلم مخنيوی وکړي.

بلخوا د ولايتي شورا غړي غلام سخي لاله بيا د اسلامي نړۍ مسلمانانو ته پېغور ورکړ چې ولې د ورته کړنو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د اسلامي نړۍ مشران بايد د برما له پېښې پند واخلي او په خپلو سره د يو اسلامي امت په څېر رانږدې شي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

هغه چې په خپلو خبرو کې ژړغونی شو، اندېښنه یې وښوده چې ځيني اسلامي هېوادونه د دې پر ځای چې مسلمانو په خپلو کې سره رانږدې کړي د شيعه او سني په نامه يې تر منځ کرکې پيدا کوي.

ياده غونډه د روضې په انګړ کې سلګونو تنو په ګډون سهار مهال پيل او تر غرمې پورې دوام وکړ.

د برما یا میانمار د روهنګیا سیمې مسلمانان له تېرو څو لسیزو راهیسې د دغه هېواد د بودایانو او پوځ د ظلمونو ښکار دي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا پرې ظلمونه زیات شوي او ویل کېږي، چې په تېره یوه میاشت کې څلور سوه روهنګیایي مسلمانان وژل شوي او زرګونه کډوال شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.