غزني ښار (پژواک ١٥ وږى ٩٦): د غزني امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د ملي اردو هليکوپتر سقوط کړى دى.
د غزني امنيه قومندان جنرال محمد زمان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده الوتکه نن ماسپښين په کابو درې بجو د ولسوالۍ په مرکز کې له اکمالاتو وروسته د پورته کېدو پرمهال له ونې سره لګېدلې ده.
ده زياته کړه، د دې پېښې له امله دوه سرتېري ټپيان شوي او هم د الوتکې يو وزر زيانمن شوى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کړې چې دا الوتکه دوى غورځولې او په کې سپاره سرتېري وژل شوي دي.
خو امنيه قومندان وايي، چې د دې له سقوط سره هممهاله وسله والو طالبانو ورباندې بريد وکړ چې سيمې ته د ځانګړو سرتېرو په رسېدو سره وتښتېدل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP