مزارشريف (پژواک، ۱٦ وږی ۹۶): د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي، هغه سيمې بېرته وسله والو طالبانو نيولې چې څه موده مخکې د پوځي عملياتو په ترڅ کې له طالبانو نيول شوې وې.
د زمري مياشتې په وروستيو کې د بلخ والي عطامحمد نور په مشرۍ د چمتال پر هغو سيمو د امنيتي ځواکونو عمليات وکړل چې وسله والو مخالفينو يې امنيتي پوستې نيولې وې.
په دغو عملياتو کې لسګونه وسله والو طالبانو مرګ ژوبله واوښته او د امنيتي مسوولينو په وينا، ټولې سيمې له وسله والو پاکې شوې.
دغه راز په عملياتو کې د پاڅون وسله والو تر څنګ د پارلمان او ولايتي شورا به ځينو غړو پورې اړوند وسله والو هم برخه اخيستې وه چې عامو خلکو ترې شکايتونه هم وکړل.
خو اوس د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي بېرته ادعا کوي چې د لوى اختر په اوږدو کې ډېری هغو سيمو ته بېرته وسله وال طالبان ورغلي چې په شوو عملياتو کې ترې شړل شوي وو.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي شکېب الله پژواک ته وويل چې له اختر وړاندې د شوو عملياتو په پايله کې وسله وال طالبان له سيمو وتښتېدل او ټولې سيمې امنيتي ځواکونو ونيولې.
خو نوموړي زياته کړه چې د کوچني اختر په ورځو کې ډېرو سيمو ته بېرته وسله وال طالبان ورغلي دي.
هغه د بېلګې په توګه د بارګاه، جرکلا، نوشهر عليزايي، بابړان، قلعه رزاق، نواباد او ځينو نورو سيمو نومونه واخيستل چې بېرته په کې وسله وال طالبان ځای پر ځای شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي شکرالله بيا عمليات سمبوليک وبلل.
نوموړي پژواک ته وويل: ((عمليات وشي، طالبان په مخه کړي، غرو ته يې وخېژوي، دوه ورځې امنيتي ځواکونه په سيمه کې وي، چې دوی لاړ شي نو طالبان هم بېرته سيمو ته ښکته شي.))
هغه په سيمو کې د امنيتي پوستو او نظامي بېسونو د جوړېدو جدي غوښتنه وکړه.
شکرالله وويل چې که چېرې د دولت د چمتال امن غواړي نو بايد امنيتي ځواکونه په کې پاتې شي کنه هر ډول عمليات چې وشي، د امنيتي ځواکونو له سيمې پرېښودو سره سم مخالفين بېرته نيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP