ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تګاب ولسوالۍ بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګول شو

د تګاب ولسوالۍ بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګول شو

author avatar
8 Sep 2017 - 11:32
د تګاب ولسوالۍ بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګول شو
author avatar
8 Sep 2017 - 11:32

محمودراقي(پژواک،١٧وږى٩٦): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ ګڼ شمير اوسيدونکي وايي چې وسله والو طالبانو خلکو ته اخطار ورکړى چې نور خپلې ښځې او لوڼې بازار ته پرې نه ږدي.

د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي ننګيال د وږي ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اختر په ورځ وسله والو طالبانو په جوماتونو کې اعلانونه وکړل چې تر دې وروسته خپلې ښځې او لوڼې نور بازار ته پرې نه ږدئ.

هغه وايي چې طالبانو وويل که چيرې چا خپله ښځه بازار ته پريښوده نو د هغې  کورنې نارينه دې ښځې او کوم دوکاندار چې پرې توکي پلورلي وي، سخته سزا به ورکړل شي.

هغه زياته کړه: (( طالبانو ويلي چې يواځې مريضه ښځه چې هغه هم د کورنۍ يو مشر ورسره وي، ډاکتر تللى شي او بس.))

د دې ولسوالۍ يو بل اوسيدونکي جبار هم پژواک ته وويل چې طالبانو بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز لګولى دى.

هغه وايي: (( هره دوشنبه به تګاب کې ګرم بازر وو، د نجراب اله ساى او نورو ځايونو نه به سړي او ښځې د بازار لپاره راتلل خو اوس هيڅ نشته دى، ځکه طالبان بنديز لګولى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې يو شمير دوکاندارنو چې رختونه پلوري د خپلو دوکانونو مخ ته يې پردې اچولى وي، طالبانو هغه هم لرې کړي دي او ځينې دکاندران يې په دې کار وهلي هم دي.

ده وويل: (( ځيني دوکاندرانو د خپلو دوکانونو مخې ته ددې لپاره پردې اچولې چې ښځې ورشي او خپل مخ لوڅ کړي ترڅو رخت او نور د ښځو د اړتيا وړ شيان خوښ کړي نو طالبانو دغه پردې لرې کړي دي.))

د دې ولسوالۍ يو شمير نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه په تګاب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسداغا ساپي هم ياده موضوع تاييد کړه خو ويې ويل چې د طالبانو دغه حکم تر اوسه نه دى عملي شوي.

هغه وايي: (( حکم يې تر اوسه نه دى عملى شوى خو طبعآ چې پر خلکو يې بد تاثير کړى دى.))

خو د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزى بيا وايي چې د تګاب په بازار کې امنيتي ځواکونه شتون لري او د طالبانو دغه ډول کوم حکم تر اوسه نه دى عملى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.