کندوز (پژواک، ١٧ وږى ٩٦): د کندوز ولايت يو شمېر ځوانان د بې روزګارۍ کچې له ډېرېدو اندېښمن دي او له حکومته غواړي څو د يادې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته کړي.
د کندوز ولايت يوه ځوان او مدني فعال محمد قاسم نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د بې روزګاره ځوانانو شمېر ډېر شوی چې حکومت تر اوسه پورې دوى ته د کار زمينه نه ده برابره کړې.
قاسم زياته کړه: "کندوز کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې او د کندوز خلک په دې اړه سخته اندېښنه لري او دولت هم تر اوسه پورې په دې برخه کې هېڅ جدي ګام نه دى اخيستى چې دغه کار پر نشه يي توکو د ځوانانو د روږدي کېدو لامل شوى دى."
يوه بل ځوان احمدولي هم د کار له نه شتونه شکايت وکړ او ويې ويل، په داسې حال کې چې ډېرى شمېر ځوانان له پوهنتونونو فارغ دي، خو بيا هم تر اوسه پورې ورته د کار زمينه نه ده برابره شوې.
احمدولي د کاري فرصتونو کمښت، اداري فساد په ځانګړي ډول د ګومارنې په برخه کې د فساد شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "په هره اداره کې چې کوم بست اعلانېږي، مخکې له مخکې ورته کسان ټاکل شوي وي، يوازې يو نمايشي ازموينه تېره شي، چې بې پيسو او بې واسطې کسانو ته دنده نه ورکول کېږي؛ چې دا کار د ځوانانو لپاره يوه سخته ستونزه ده."
هغه وويل، کوم کسان چې د بېلابېلو لاملونو په سبب کار نه شي کولى، د ټولنې د اوږو بار ګرځي.
له بلې خوا د کندوز ولايت د ځوانانو چارو امريت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ځيني ځوانان د وزګارتيا په سبب اړ شوي چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.
د دې ادارې مشر عبدالغفور هوتک پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کندوز د وزګارو ځوانانو شمېر لوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دا وزګارتيا او اداري فساد د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي او يا هم هېواد پرېږدي.))
هغه زياته کړه چې تېر کال له دولتي پوهنتونونو څخه ٢٥٠٠ محصلين فارغ شوي چې کم شمېر يې دندې لري.
هغه وويل چې له اړوندو ادارو سره اړيکه لري، څو وکولى شي چې د پوهنتون يو شمېر محصلينو ته د کار زمينه مساعده کړي.
د يادونې ده، له وزګارتيا څخه پر کندوز سربېره د ټول افغانستان ځوانان ځورېږي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه حل کړي.
login or register a new account.