کابل(پژواک،١٧وږى٩٦): د کابل ښار سلګونو اوسيدونکو د دوه لاريونونو په ترڅ کې په برما کې د مسلمانانو وژنه وغندله او د حکومت نه يې له برما سره د اړيکو د پريکون غوښتنه وکړه.
دغه لاريونونه د کابل ښار په ده افغان او ترافيک څلور لاري کې په لاره اچول شوي وو چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.
يو تن لاريون کوونکي مولانا عبدالصبور وويل چې په برما کې د مسلمانانو ډله ييز وژنه يو جنايت او د بشري حقونو ضد عمل دى.
هغه له ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د بودايانو دغه عمل په کلکه وغندي او په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي.
هغه دا هم وويل چې حکومت بايد هيڅ بودايي ته اجازه ورنکړي چې باميان ولايت ته د بودا د بت ليدو ته ورشي.
دغه راز نوموړى په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له لوري طيبې کلمې ته سپکاوى هم وغنده او زياته کړه: (( که حکومت له کلمې نه دفاع نه شي کولاى نو خلکو ته دې اجازه راکړي.))
دغه راز بل لاريون کوونکي او د کابل د ولايتي شورا غړي عطالله فيضاني هم د امريکا او برما د حکومتونو يادې کړنې وغندلې او ويې ويل چې د دې ظلمونو پر وړاندې بايد مسلمانان نور چوپ پاتې نه شي.
هغه زياته کړه: (( بهرنيو ځواکونو په پروان کې زموږ دين ته اهانت کړى موږ نور خارجيان په افغانستان کې نه غواړو.))
يو شمير نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
يادو لاريون کوونکو د لاريون په پاى يو پريکړه ليک هم صادر کړ.
په پريکړه ليک له حکومت نه غوښتل شوي وو چې نور له برما حکومت سره خپلې هر راز اړيکې پرې کړي.
د برما یا میانمار د روهنګیا سیمې مسلمانان له تېرو څو لسیزو راهیسې د دغه هېواد د بودایانو او پوځ د ظلمونو ښکار دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP