ښرنه (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د پکتيکا ولايت دوه رييسان د اداري فساد او جعل کارۍ په تور نيول شوي او تر پلټنو لاندې دي.
د دغه ولايت يوې لوړپوړي باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوو کې د پوهنې سرپرست رييس او د اقتصاد رييس شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د ملي امنيت له لوري د اداري فساد او جعل کارۍ په تور نيول شوي او اوس تر پلټنو لاندې دي.
د پوهنې رياست يوې سرچيني چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې د پوهنې سرپرست رييس محمد نسيم واجد د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزيات ورنه کړل.
د اقتصادرياست باوري سرچيني هم وايي، چې دپوهني له رييس سره يو ځای داقتصاد رييس هم نيول شوی دی.
د ملی امنيت رياست او دولايت مقام په دې اړه له ويلو ډډه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP