ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د علماوو شورا د ر ييس د وژلو په تور شپږ کسان نيول شوي

د کاپيسا د علماوو شورا د ر ييس د وژلو په تور شپږ کسان نيول شوي

author avatar
10 Sep 2017 - 10:37
د کاپيسا د علماوو شورا د ر ييس د وژلو په تور شپږ کسان نيول شوي
author avatar
10 Sep 2017 - 10:37

محمودراقي (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د کاپيسا  د علماوو  شورا د رييس د وژنې په تور شپږ کسان نيول شوي دي.

د کاپيسا د والي ویاند قيس قادري د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د  دويم کوهستان د امنيتي او کشفي کسانو له خوا شپږ تنه د مولوي ګل احمد د وژنې په تور نیول شوي دي.

هغه زياته کړه چې درې کسان له پېښې څو شېبې وروسته او پاتې نور تېر مازديګر نيول شوي دي.

د قادري په وينا، پوليسو له نيول شوو کسانو څېړنې پيل کړې او د هغوى په مرسته به اصلي قاتلين هم پيدا کړي.

بلخوا د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ايوب يوسفزى وايي چې د علماوو  شورا رييس مولوي ګل محمد  حنيف يار  د  وژنې په اړه درې کسان د دویم کوهستان پولیسو نیولي دي چې دوه یې د کوهبند او یو بل د کوهستان ولسواليو اوسېدونکي دي او یو موټرسایکل هم ور سره نیول شوی دی.

د اول کوهستان اوسېدونکی ياسین وايي په دې وروستیو کې ډېری کسان په موټرسایکلونو تګ راتګ کوي او له ځان سره وسلې هم لري.

د نوموړي په وینا چې پولیس یې باید مخه ونیسې که نه ورته پېښې به نورې هم رامنځته شي.

د يادونې ده، تېره ورځ سهار اته بجې د کاپیسا د علماوو شورا رییس مولوي ګل محمد له خپل یو ساتونکي سره  په دویم کوهستان کې د وسله والو له خوا ووژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.