مزارشريف (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۷۵ جوړو په ډله ييزه توګه واده وکړ.
واده له سندرو او موسيقۍ پرته په خاموشه چاپېريال کې په ډله ييزه توګه د سلګونو کسانو او دولتي چارواکو په شتون کې وشو.
دغه ډله ييز واده د وږي په ۱۹مه، د دارالعلوم حسينيه مدرسه کې د همدې مدرسې په لګښت چمتو کړای شوی و.
د يادې مدرسې د علمي شورا مسوول سيد رضا سجادي په دغه ډول د کوژده شويو ځوانانو واده کول، د اسلامي فرهنګ دودول او په ودونو کې د ډېر لګښت کولو مخنيوی وباله.
نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ډېری هغه جوړې دوی انتخاب کړي، چې په شخصي لحاظ د اقتصادي ستونزو له کبله يې د واده کولو وس نه درلود.
د هغه په وينا، په هره جوړه کابو ۵۰زره افغانۍ لګښت راغلی، چې جوړې ته يې پرې جامې او د کور يو څه وسايل پېرلي دي.
نجيبه موسوي، چې له تېرو درې کلونو کوژده شوې وه، خو د خسرګنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله يې واده تر دې دمه ځنډېدلی و.
نوموړې نن په دغه ډله ييز واده کې له خپل کوژدن سره نکاح وکړه.
هغې پژواک ته وويل: ((کوژدن مې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د واده لپاره هلې ځلې کولې، خو ځای يې نه نيوه، ايران ته هم مزدورۍ پسې لاړ، خو بيا هم پر واده کولو ونه توانېد.))
مېرمن موسوي زياته کړه، اخر يې له کورنۍ سره تصميم ونيو او خپل نامزاد يې په ډله ييزه توګه واده کولو ته راضي کړ.
نوموړې، چې په خپل واده خوشحاله برېښده، وويل چې په ودونو کې د ډېر لګښت کولو او بېځايه رواجونو له امله لا هم لسګونې جوړې کوژده کړې پاتې او د واده وس نه لري.
بلخوا د جوزجان ولايت اوسېدونکي محمد انور قرباني وويل، په شخصي توګه يې د واده کولو وس درلود؛ خو په ډله ييزه توګه د کم لګښت واده د فرهنګ دودولو په موخه يې په دغو مراسمو کې واده وکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP