ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: د هلمند امنیتي حالاتو کې به ډېر ژر مثبت بدلون راشي

برمک: د هلمند امنیتي حالاتو کې به ډېر ژر مثبت بدلون راشي

author avatar
11 Sep 2017 - 16:58
برمک: د هلمند امنیتي حالاتو کې به ډېر ژر مثبت بدلون راشي
author avatar
11 Sep 2017 - 16:58

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د کورنيو چارو وزير وايي چې په هلمند کې به د پوليسو ستونزې هوارې کړي او ډېر ژر به د دغه ولايت په امنيتي حالاتو کې هم مثبت بدلون راشي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزير محمد ويس برمک د وږي په ٢٠ په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

برمک وويل: ((هلمند ته مې د سفر موخه د حالاتو ارزول او د اړتیاوو په نښه کول دي، ډېر ژر به ورته ځواب ووايم.))

هغه زياته کړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه به ډېر ژر په هلمند کې يو لړ عمليات ترسره شي، خو هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

برمک وويل، هڅه کوي چې په هلمند کې د پوليسو ستونزې هوارې کړي څو له مخې یې د دغه ولايت په امنيتي حالاتو کې مثبت بدلون راشي.

ده زياته کړه چې د پوليسو په ليکو کې به د هر ډول فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ده وويل: ((موږ د پوليسو ليکې له فساد څخه پاکوو او پوليس به خپله دنده د قانون په چوکاټ کې پر مخ بيايي.))

برمک له خبريالانو سره ډېرې خبرې ونه کړې خو په ٥٠٥ بست زون قوماندانۍ کې يې له افغان او امريکايي چارواکو سره ځانګړې نظامي غونډه وکړه.

د هلمند د امنيتي چارواکو په وينا، په ياده غونډه کې په مهمو نظامي مسايلو خبرې شوې دي.

ويس برمک څه موده وړاندې د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو چې نن سهار يې د يو پلاوي په ملتيا هلمند ولايت ته سفر وکړ او مازديګر مهال بېرته کابل ته ستانه شول.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشېر، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.