پل علم (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د وسله والو طالبانو د يو مشهور قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو څرخ ولسوالۍ په اب جوش سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه موټر بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان قاري اسماعيل له خپلو درېيو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.
ده وويل چې د بريد پر مهال د دې وسله والو يو موټر، وسلې او نور مهمات هم له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، قاري اسماعيل له تېرو څو کلونو راهيسې په مرکز پل علم او څرخ ولسوالۍ کې په وژنو، چاودنو او بريدونو کې پراخه ونډه درلوده.
صالح زياته کړه: ((د قاري اسماعيل په وژل کېدو سره به په لوګر کې طالبان اوس ډېر ضعيفه شي.))
دغه راز د اب جوش سيمې اوسېدونکي سيد محبوب پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دوى په کلي کې يو سراچه موټر له هوا څخه په نښه شوى دى.
هغه وايي: ((په دې موټر کې ناست څلور وسله وال وژل شوي خو مخونه يې خراب دي نه پيژندل کېږي چې څوک دي.))
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده پېښه تاييد کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې په دغه بريد کې د قاري اسماعيل په ګډون قاري سراج الدين، محمد طاهر او احمدګل هم وژل شوي دي.
همدارنګه د لوګر د والي وياند دا هم وويل چې تېره مازديګر ګڼو وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ پر پوستو بريدونه وکړل چې بريدونه يې پر شا وتمبول شول.
وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP