Language

غزني امنیتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د غزني په قره باغ او اندړو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د قره باغ ولسوالۍ په ګرګاو سيمه کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا عبده په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د رضايي په وينا، په دې جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د دوى لاس ته ورغلي دي.

د ګرګاو سيمې اوسېدونکي رحيم خان پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

هغه وايي: ((ما خپله وليده چې يو زخمي سرتېرى يې موټر ته پورته کاوه.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې يو ټانک له منځه وړل شوى او په کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په ياده جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.