مزارشريف (پژواک ٢١ وږى ٩٦): د بلخ په مرکز مزارشريف کې وسله والو يو سوداګر په ډزو وژلى دى.
دغه سوداګر نجيب الله دوست نومېږي، چې د "پسران دوست" په نوم يې سوداګريز شرکت درلود او د هېواد دننه او بهر يې سوداګري کوله.
د دوست ماما احمد تميم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له ماسپښين وروسته په مزارشريف ښار کې جوزجاني مارکېټ ته څېرمه درې وسله وال د نجيب الله دوست موټر ته ورغلي، هغه يې په زوره له موټر راښکته کړى دى.
ده زياته کړه، نوموړى يې د ښار لوېديځ لوري ته بېولى او هملته يې په مرميو وژلى دى.
د بلخ د امنيت آمر مل پاسوال عبدالرزاق قادري دا پېښه تاييدوي او وايي، دوست د وسله والو له خوا د ښار غربي لور ته تښتول شوى، هلته ډزې پرې شوې، ټپى شوى او وروسته روغتون ته د لېږد پرمهال يې ساه ورکړې ده.
د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې او تراوسه پورې يو کس هم نيول شوى دى.
بايد وويل شي په مزارشريف ښار کې دغه ډول پېښو خلک اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP