مزارشريف (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): سره صليب نړيوالې ادارې په مزارشريف ښار کې د يوې بهرنۍ کارکوونکې تر وژل کېدو وروسته خپل دفتر تړلى دى.
پرون د بلخ ولايت يوه معيوب د تومانچې پر ډزو سره د سره صليب په دفتر کې پر يوې هسپانوۍ ډاکترې ډزې وکړې او هغه يې ووژله.
په مزارشريف ښار کې د سره صليب د دفتر يوه کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سر له نن څخه د دوى دفتر تړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، څو پورې چې د دوى د دفتر او کار کوونکو امنيت نه وي ټينګ شوى، د سره صليب فعاليتونه او دفتر به تړلى وي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک اژانس ته وويل چې د سره صليب ادارې تر اوسه ورته د امنيت په اړه رسمي شکايت نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((دا زموږ د ټولو امنيتي ارګانونو مسووليت دى چې دسره صليب تر څنګ د ټولو کورنيو او بهرنيو ادارو امنيت ټينګ کړو.))
د يادونې ده، سره صليب د جګړې له قربانيانو او ټپيانو سره د نورو مرستو تر څنګ په مزارشريف ښار کې معيوبينو ته د مصنوعي لاسونو او پښو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP